انصار: ( د غویی 5مه)، د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یاد وزارت سرپرست د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، حافظ ضیااحمد په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو، په دوحه کې د م.م. په نوښت د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په ګډون د راتلونکې ناستې او پر سیمهییزو مسایلو خبرې اترې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې چې په پیل کې ښاغلي متقي په سیمهییزو او نړیوالو ناستو کې د روسیې له ملاتړي دریځ قدردانی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي اړیکو او سوداګرۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې مهمه ده چې ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت توافق ولري.
ښاغلي کابلوف ټینګار کړی چې د افغانستان د حکومت له هوکړې پرته دا لړۍ کومه پایله نه شي لرلای.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د یاد وزارت سرپرست به د روان کال په اوږدو کې مسکو ته سفر وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31258